Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

ایران کې د لاریونونو دوام؛ یو مخکښ سني مشر د بېړنۍ ټولپوښتنې غوښتنه کړې

0
په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو په دوام د دې هېواد د سني مسلمانانو یوه مخکښ مشر د معترضانو د غوښتنو په اړه د بېړنۍ ټولپوښتنې غوښتنه کړې.


مولوي عبدالحمید پرون په جنوب ختیځ ښار زاهدان کې د جمعې د لمانځه په وعظ کې وویل چې دا ټولپوښتنه دې د نړیوالو څارونکو په حضور کې ترسره شي څو د خلکو د غوښتنو په اساس د ایران په پالیسیو کې بدلون راشي.


نوموړي د قم پر مدرسو او ایراني چارواکو غږ وکړ چې د هغو خلکو آواز ته غوږ ونیسي چې له پنځوسو ورځو راهیسې اعتراضونه کوي.


د ایران حکومت تراوسه د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.


وروسته له دې چې د سپټمبر په ۱۶مه د مهسا امیني په نوم یوې ځوانې نجلۍ د اخلاقي پولیسو له خوا د پوره حجاب د نه مراعاتولو په تور ونیول شوه او بیا یې په توقیف کې ساه ورکړه تر نن ورځې پورې په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو پراخې مظاهرې روانې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса