Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

عمران خان د اسلام اباد پر لور د لاريون د پيلېدو خبر ورکړی

0
د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان ویلي چې، سه شنبه به د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون له سره پيل کړي.


خان تېره پنجشنبه د پنجاب په وزیر اباد کې تر برید لاندې راغی او ټپي شو.


د ده د ګوند تحریک انصاف شپږ نور لوړ پوړي غړي هم ټپیان شول او یو کس ووژل شو.


هغه یکشنبه له روغتونه په یوه ټلوېزیوني بیان کې وویل چې، لاریون به یې د سه شنبې په ورځ له سره پيلیږي خو ټينګار یې وکړ چې په ده باندې په برید کې تورن کسان باید لرې شي.


خان وویل که رښتینې پلټنې کېږي نو باید تورن کسان په خپل مقام پاتې نه‌شي.


عمران خان تور لګولی چې په ده باندې په برید کې صدراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله او د پاکستان د پوځي استخباراتو ادراې (ای اېس ای) د ترهګرۍ ضد څانګې مشر جنرال فیصل نصیر لاس لري.


پوځ او حکومت د خان دا تورونه بې ځایه بللي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса