Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

په بلخ کې د یوې پېغلې پر وژنې تورن طالب نیول شوی

0
په بلخ کې د طالبانو د پولیسو چارواکي وایي، د شولګرې ولسوالۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر هغه کارکونکی یې نیولی چې د یوې پیغلې نجلۍ د وژلو تور پرې پورې دی.


بلخ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې پېښه د شنبې په ورځ د شولګرې په جلوزیو کلي کې شوې او په خبره یې د محمد یاسین په نوم مشکوک قاتل دوی نیولی دی.


هغه وویل: " تحقیقات د پولیسو په دې اړه جریان لري. تراوسه مو تحقیقات تکمیل کړي نه دي. محمد یاسین مجاهد نه دی بلکې د شولګرې ولسوالۍ امر بالمعروف مدیریت کې یې دنده درلوده."


نوموړی وایي، محمد یاسین نومي په یوه کورنۍ شخړه کې دغه پیغله نجلۍ د کلاشینکوف په دوه ډزو ویشتلې او وژلې یې ده.


ځینو راپورونو کې راغلي چې نجلۍ یوې جبري نکاح ته د نه تسلیمېدو له کبله وژل شوې، خو وزیري وویل، دا سپیناوی لا نه دی شوی چې د قتل اصلي انګېزه څه وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса