Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د افغانانو په ګډون نړۍ کې ۷۰ سلنه کډوال د اقلیم بدلون له امله دي

0
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې یا" یو این ایچ سي ار' په وینا د افغانانو په ګډون په نړۍ کې اویا په سلو کې کډوال د اقلیم د بدلون له امله مجبوره شوي دي چې خپلې سیمې پرېږدي.


د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د اقلیمي تغییراتو په اړه د ملګرو ملتونو ۲۷مې غونډې ته وویل چې په میلیونونو بېځایه شوي د بدل شوي اقلیم ستونزو ته نه شي پرېښودلی.


د کډوالۍ نړیوال سازمان د سږکال په پیل کې ویلي و چې په افغانستان کې نږدې شپږ میلیونه کسان په کور دننه بېځایه شوې دي.


د ملګرو ملتو عمومي منشي انټونیو ګوټرش پرون د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۷مې ناستې ته د وینا پرمهال ټولې نړۍ ته خبرداری ورکړ.




ګوټرش وویل: "ساعت په تېرېدو دی. موږ د خپل ژوند په جګړه بوخت یوو او له ماتې سره مخامخ یوو. ګلتوني ګازونه په زیاتېدو دي. د ځمکې کره په ګرمېدو ده او زموږ سیاره په چټکۍ د اوج هغه ټکي ته ورنږدې کېږي چې د اقلیم د بحران مخه بیا نه راګرځي. موږ په هغه لویه لاره روان یو چې د اقلیم دوزخ ته په خپلو پښو ورځو او سرعت پسې زیاتوو"


د مصر په شرم الشیخ کې د اقلیمي بدلون غونډه د یکشنبې په ورځ پیل شوه چې د راتلونکې اوونۍ تر اخره دوام کوي.


د ملګرو ملتونو په وینا د اقلیمي بدلون د اغېزو له مخې افغانستان د نړۍ شپږم زیانمن هېواد دی.


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې روان کال د اقلیمي تغیراتو له امله افغانستان ته څه باندې دوه میلیارد ډالر زیان رسېدلی دی.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا مرستیال رامز الا کبروف وايي، افغانان د اقلیم د ویجاړونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي او د افغانستان اوسنۍ اداره دې دغه ګواښونه جدي ونیسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса