Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د طالبانو نوې ګمارنې؛ عبدالباقي حقاني د ازموینو د ادارې رییس ټاکل شوی

0
طالبانو په ځینو لوړپوړو څوکیو تازه کسان ګمارلي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر باندې د دې تازه تعیناتو خبره کړې.


هغه لیکلي چې د طالبانو د مشر د پرېکړې په اساس د لوړو زده کړو پخوانی سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د ازموینو د ملي ادارې د رییس په توګه ټاکل شوی.


همداراز قاري صلاح الدین ایوبي چې پخوا د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت مرستیال وو د زابل د امنیه قومندانۍ په توګه ټاکل شوی.


د طالبانو د مشر د پرېکړې په اساس ډاکتر ګل محمد عثمان د افغانستان د طبي شورا د سرپرست رییس په توګه ټاکل شوی.


په تېر یوه کال کې د طالبانو پر حکومت نیوکې کېږي چې په خپلو مقرریو کې د وړتیا اصل په پام کې نه نیسي او غیر مسلکي کسان یې په دندو ګمارلي.


د طالبانو د حکومت څوارلس میاشتې وتلي خو هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса