Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

زیلینسکي: د خرسون ښار د ثبات لپاره هڅې روانې دي

0
د خرسون ښار تر نیولو وروسته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي چې د ښار د ثبات لپاره هڅې روانې دي.


هغه شنبه ماښام په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي: "تر نن ماښامه پورې دفاعي ځواکونو د خرسون د څه باندې د شپېتو سیمو کنټرول اخیستی. پولیسو د نظم د ټینګښت لپاره هڅې پيل کړي. د ازادشویو سیمو هره برخه کې د نظم د ټينګښت هڅې روانې ديو او زموږ د بمب د شنډولو ټیمونه ډېر کار مخکې لري."


زیلینسکي وویل چې تر دې دمه د بمونو شنډونکو دوه زره چاودېدونکي توکي او بمونه کشف او لرې کړي.


زیلینسکي له خپلو ټولو عسکرو مننه وکړه چې د روسي پوځیانو تر شاتګ وروسته یې د خرسون ښار کنټرول په لاس کې اخیستی.


د روسیې دفاع وزارت تایید کړې چې خپل دېرش زره پوځیان یې له خرسونه ایستلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса