Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د ناټو غړي نن د پولنډ په غوښتنه بېړنۍ غونډه جوړوي

0
د ناټو غړي به د پولنډ د غوښتنې په اساس نن بېړنۍ غونډه جوړه کړي څو هغه راپورونه وڅېړي چې وايي، د روسیې له خوا پر اوکراین توغول شوي دوه توغندي د پولنډ په خاوره کې لګېدلي او دوه کسان یې وژلي دي.


رویټرز خبري آژانس د دوو اروپايي ډيپلوماتانو له قوله چې نوم یې نه‌دی یاد شوی راپور ورکړی چې دا غونډه د ناټو د تړون د څلورمې مادې پربنسټ جوړېږي.


د دې مادې د حکم په اساس د ناټو هر غړی کله چې ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي خپلواکي او امنیت یې له خطر سره مخامخ کېږي، خپلې اندېښنې له نورو غړو سره مطرح کولای شي.


د پولنډ د ملي امنیت د شورا رییس یاسیک سیویرا ویلي چې حکومت له څلورمې مادې د کار اخیستو د منطق په اړه د غور په حال کې او له خپلو متحدانو سره له نژدې په تماس کې دی.


په پرونیو راپورونو کې راغلي و، چې د پولنډ د ختیځ په یوه کلي کې د دوو چاودنو علت دوه روسي توغندي وو، چې د پولنډ په خاوره کې لګېدلي وو.


له دې راپورونو وروسته د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د پراخو تماسونو پاعث شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса