Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

سپينه ماڼۍ: پر اوکراين د روسيې تازه حملې د اندېښنې وړ دي

0
سپینه ماڼۍ وايي، چې پر اوکراین د روسیې تازه حملې به د جي شل ډلې د غړو هېوادونو په منځ کې پر نړۍ د اوکراین د جګړې د اغېزو په باب د اندېښنو سبب شي.


د فرانسې خبري اژانس په وینا، سپینې ماڼۍ ویلي، داسې ښکاري چې د سې شنبې په ورځ میزاییل د اوکراین په پلازمېنه کییف او نورو ځایونو کې پر استوګنیزو ودانیو لګېدلي دي.


راپورونه وايي د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان پرون ویلي، چې هېواد یې دغه حملې غندي.


هغه ویلي روسیې یو وار بیا د خلکو ژوند ګواښلی او د اوکراین حیاتي بنسټونه له خاورو سره خاورې کوي.


له دې سره د نړۍ د شلو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا (G-20) مشران د انډونیزیا په بالي کې د نړۍ پر اقتصاد د اوکراین د جګړې پر اغېز، د خوړو او انرژۍ د بیو پر لوړېدو او پر اوکراین کې د روسیې له‌خوا د اټومي وسلو د کارول کېدو پر ګواښ بحث کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса