Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

په ایران کې یو بل اعتراض کوونکی هم د مرګ په سزا محکوم شوی

0
د ایران د قضایه قوې د رسنیو مرکز خبر ورکړی چې یوې محکمې یو اعتراض کوونکی چې د تېر سپټمبر راهیسې د مهسا امیني د وژلو وروسته اعتراضونو پر مهال نیول شوی و د مرګ په سزا محکوم کړی دی.


مهسا امیني د نامناسب حجاب اغوستلو په تور د ایران د ګشت ارشاد پولیسو له خوا نیول شوی وه چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.


د هغې مړینې په ایران او له ایران څخه بهر پراخ اعتراضونه راوپارول.


دا په درېیو وروستیو ورځو کې دویم اعتراض کوونکی دی چې په اعدام محکومېږي.


د قضایه قوې د رسینو مرکز د راپور پر بنسټ یوه بل اعتراض کوونکی هم چې په عامه ځایونو کې د خلکو په ترور تورن و په مرګ محکوم شوی دی.


د دې دوو تنو د محکومیت خبر په داسې حال کې خپرېږي چې نړیوالو سازمانو او لوېدیځو هېوادونو د ایران له حکومته غوښتي وو چې پر اعتراض کوونکو دې د اعدام د حکم له صادرولو ډډه وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса