Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د افغانستان تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې يو موټر جوړ کړی

0
په افغانستان کې د طالبانو تر کنترول لاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د یو موټر د بیروني برخې د جوړولو چارې چې پنځه کاله وړاندې یې پیل کړې وې پای ته رسولي دي.


محمد رضا چې افغان انجینر دی د انتاپ په نوم یې لومړنی موټر جوړ کړی دی.


محمد رضا د دغه موټر د جوړولو کارونه پنځه کاله وړاندې د درې نورو همکارانو سره یو ځای د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو په اداره کې چې اوس د طالبانو تر کنترول لاندې فعالیت کوي پیل کړې.


دغه موټر چې تر دې دمه پرې څلوېښت زره امریکايي ډالره لګښت راغلی، د جاپانۍ کرولا ماشین او د ټیرونو او ویلونو ترڅنګ یې نور اړین وسایل له بهره وارد شوي خو بیروني جوړښت یې د دغه څلور نفري ډلې له لوري شوی دی.




د طالبانو د حکومت د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو د انستیتوت رئیس غلام حیدر شهامت ازادي راډیو ته وویل چې دا موټر په قطر کې د ۲۰۲۳ کال نندارتون ته وړاندې کوي.




نوموړی وايي: "موږ په دې اړه له قطري چارواکو سره خبرې کړي، هغوی هم زموږ ملاتړ کړی او ژمنه یې کړې چې د قطر په نندارتون کې به نندارې ته د دغه موټر د وړاندې کولو اسانتیاوې برابرې کړي، خو تر اوسه لا په نندارتون کې د ګډون مسله وروستۍ شوې نه ده."


ښاغلی شهامت وايي که دغه موټر ته د قطر په نندارتون کې چې په مارچ میاشت کې جوړیږي د نندارې اجازه ورکړل شي، نو له دې وروسته به د قطر د ۲۰۲۳ کال د موټر ځغلولو په سیالۍ کې هم اجازه ورکړل شي.




که څه هم دی د دغه نندارتون په اړه ډېر معلومات نه ورکوي خو قطر د مارچ په دوهمه د" ګلف اکسپو قطر " په نوم د نړیوال نندارتون کوربه دی.


په دې نندارتون کې په کلني ډول د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د نړیوالو انستیتونو لاس ته راوړنې نندارې ته کېښودل کیږی.


په افغانستان کې د دغه جوړ شوي موټر رنګ، نوم، ګروپونه، او داخلي جوړښت لا وروستی شوی نه‌دی خو د مسلکي او تخنیکي زده کړو د انستیتوت د مسولینو په وینا ډېر ژر به یې دا چارې هم بشپړي شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса