Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

اسراییل او یونان د ګواښونو پر وړاندې د اتحاد د ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ

0
د اسراییل او یونان دفاع وزیرانو پرون جمعه د سیمه ییزو او نړیوالو ګواښونو پر وړاندې د اتحاد د ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ.


دوی په خپلو خبرو کې د اوکراین روانې جګړې او د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې روان کړکېچ ته هم اشاره وکړه.


د اسراییل دفاع وزیر بني ګنځ په اتن کې له خپل یوناني سیال نیکولاس پانا-ګیوتو-پولوس سره تر کتنې وروسته وویل، نړۍ اوس په بدلېدو ده.


هغه زیاته کړې، په اوکراین کې د جګړې اغېزې د هېوادونو تر ملي سرحدونو اوړي.


دغه راز د افراطیت او ټروریزم سیاستونه په ټوله نړۍ کې پر هېوادونو اغېز کوي.


د اسراییل دفاع وزیر د روسیې له خوا په اوکراین کې د ایران د بې پېلوټه الوتکو کارونې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل دا شواهد ښيي چې د ایران تهاجم د سیمې او نړۍ امن ته خېر پېښوي.


بني ګنځ تېره میاشت د ترکیې پلازمېنې انقرې ته سفر کړی و، چې دا له څه باندې یوې لسیزې وروسته ترکیې ته د اسرائیل د یوه دفاع وزیر لومړی سفر و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса