Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

زیلینسکي: په ختیځ دونیتسک کې 'ډېره سخته' جګړه روانه ده

0
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي، د هېواد په ختیځ کې 'ډېره سخته' جګړه روانه ده.


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي اوکراینیانو ته ویلي چې په ختیځ کې سخته جګړه دوام لري چېرې چې د هغه په خبره مدافعینو یوازې په دونیتسک سیمه کې د روسیې له ۱۰۰ ډېر بریدونه شنډ کړي دي.


هغه دا وړاندیز هم وکړ چې په ځینو سیمو کې دوی له خپلو عسکرو د راتلونکو بریالیتوبونو تمه لري.


هغه بېګا د نومبر په ۱۸مه په خپل شپني ویډیويي پیغام کې وویل چې د دونیتسک په سیمه کې خورا سخته جګړه روانه ده.


د اوکراين صدراعظم دينيس شمهال هم تر هغه مخکې د نومبر په ١٨مه وويل چې د روسيې د بريدونو له امله د هېواد د انرژۍ د زيربنا نيمايي برخه تخريب شوې ده.


شمهال زیاته کړه چې د مسکو دوامدره بريدونه د ګازو او برښنا د پرېکېدو لامل شوي، خو له دې سره سره د اوکراين ځواکونو په ختيځ کې د روسيې بريدونه په شا تمبولي دي.


اخوا د زاپوریژیا په جنوبي سیمه کې،چې د اروپا ترټولو لویې اټومي بټۍکوربه ده، د ښار د سیمه ایزې شورا منشي وویل چې ممکن د د روسیي د بېګانیو توغندیزو بریدونو په پایله کې د زیربنایي تاسیساتو تر خاورو لاندې خلک بند پاتې وي.




ولسمشر زیلینسکي بیا د ورځې په پیل کې یوه ډله ایرلنډي زده کونکو ته په یوه ویډیو پیغام کې د روسیې پر وړاندې د نويو بندیزونو غوښتنه تکرار کړه.


اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه د اوکرایین په خرسون کې د روسي ځواکونو په لاس د خلکو په نیولو، تري تم کولو، اندېښنه ښودلې.


د بهرنیو چارو وزارت د یوه خپلواک څېړنیز راپور پایلې یادې کړي چې په خرسون کې د شویو پېښو جزییات یې راټول کړي او وړاندیز یې کړی چې روسیه باید د اوکراین په خرسون اوبلاست کې د جنګي جنایتونو او نورو وحشیانه کړنو حساب ورکړي.


د شخړو څارونکي، یو پروګرام چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا یې ملاتړ کېږي، په خپل راپور کې د ۲۲۰ څخه د زیاتو اشخاصو د تجربو په اساس لیکلي چې د روسیې او روس پلوه ځواکونو لخوا د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په ګډون د شکنجې او نورو ظالمانه، غیرانساني، یا سپک چلند شاهدان دي.


ژغورونکو او شاهدانو لږترلږه پنځه کسان پېژندلي چې په توقیف کې د روسي ځواکونو د ناوړه چلند په پایله کې مړه شوي.


راپور همدارنګه په خرسون اوبلاست او کریمیا کې د دولسو توقیف ځایونو او پوستو سیمې په ګوته کوي، او د کریمیا تاتار ټولنې د غړو سره د ناوړه چلند راپور شویو ډېرو پېښو یادونه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса