Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشر افغانانو سره ګوري

0
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشر مارټین شویپ وايي، په افغانستان کې دی، چې له ولسونو او چارواکو سر د دغه هېواد پر وضعیت خبرې وکړي.


د سره صلیب نړیوالې کمېټې دغه چارواکي پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي، چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو د خلکو ژوند خورا اغېزمن کړی دی.


د شویپ په خبره، خلک نور ستړي دي او نن سبا د خوړو له کموالي، ډول ډول ناروغیو او بېوزلۍ سره لاس و ګرېوان دي.


ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې تر ۱۹ میلیونو ډېر کسان کافي خواړه نه لري او ۶ ملیونه نور کسان د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса