Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

په څو ساعتونو کې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ پیلېږي

0
ټاکل شوې ده چې په څو ساعتونو کې د ۲۰۲۲ د فوتبال نړیوال جام لومړۍ مسابقه د کوربه هېواد قطر او ایکوادرو د لوبډلو ترمنځ پیل شي.


لومړۍ مسابقه د افغانستان په وخت د شپې په ۸ بجې پیلېږي.


دا لومړۍ ځل دی چې د فوټبال نړيوال کپ سیالۍ په يو عربي هېواد کې کېږي.


د نړۍ د ۳۲ هېوادونو لوبډلې په اتو ګروپونو ویشل شوې چې په هر ګروپ کې څلور ټیمونه برخه لري.


د دې جام د اتلولۍ پایلوبه د ډسېمبر پر ۱۸مه ترسره کېږي.


له بلې خوا د فوټبال د نړیوال جام په تړاو په یوه خبر کې ویل شوي چې قطر به د نړیوال جام له کوربه توبه شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره وګټي.


دا خبره د فیفا مشر جیاني اینفانټینو پرون شنبه وکړه.


نوموړي وویل، قطر به په ۲۰۱۸ کال کې په روسیې کې د نړیوال جام په پرتله تر ۲۰۰ میلیونه ډالره د رسنیو له حق، ۲۰۰ میلیون ډالر نور د مالي ملاتړ یا سپانسرشپ او له۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونه نور د ټکټونو او میلمه پالنې له درکه ترلاسه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса