Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

یونېسف بیا د افغان ماشومانو پرمخ د ښوونځیو د پرانېستل کېدو غوښتنه وکړه

0
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف یوې چارواکې د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولو ماشومانو پرمخ د ښوونځیو د پرانېستل کېدو غوښتنه وکړه.


د یونېسف د ارتباطاتو مسوولې سم مورټ په یو څو ټویټونو کې ویلي نن د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده چې په ۱۹۸۹م کال کې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک لمانځل کېږي.


د نړۍ هېوادونو د دغه کنوانسیون په لاسلیک سره د تعلیم د حق د ساتنې په ګډون د ماشومانو د حقونو د ملاتړ ژمنه وکړه.


د یونېسف دغې چارواکې ویلي، په افغانستان کې باید ټول ماشومان وکړای شي، ښوونځیو ته لاړ شي.


دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو له غوښتنو سره سره طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса