Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د ایران د سوک وهنې ملي فدراسیون مشر دغه هېواد ته له ستنېدو ډډه وکړه

0
د ایران د سوک وهنې ملي فدراسیون مشر ویلي چې په ایران کې د څو اوونیو اعتراضونو د ملاتړ له کبله ایران ته له ستنېدو ډډه کوي او غواړي چې د بې عدالتیو پر وړاندې د ایران د ملت غږ وي.


حسین ثوري دا خبره پرون د ازادۍ راډیو له ایرانۍ څانګې راډیو فردا سره په مرکه کې وکړه.


هغه چې دا مهال د ځوانانو د سوک وهنې په یوه تورنمنټ کې د ګډون په هدف په اسپانیا کې دی، ویلي چې د ایران چارواکي له شرافت څخه بې برخې دي.


حسین ثوري دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په ایران کې د یوې ۲۲ کلنې مېرمنې مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراضونه روان دي.


دغه مېرمنه په سپټمبر میاشت کې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه او د پولیسو په توقیف کې یې ساه ورکړه.


دا په ۱۹۷۹م کال کې تر اسلامي انقلاب وروسته په ایران کې تر ټولو پراخ لاریونونه ګڼل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса