Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

لا تراوسه د سپین بولدک - چمن دروازې پرانېستو په اړه هڅو نتیجه نه ده ورکړې

0
طالب او پاکستاني چارواکي د سپین بولدک - چمن د لارې پر سر له څو ورځو خبرو وروسته موافقې ته په رسېدو کې بریالي شوي نه دي.


نن اوومه ورځ ده چې د سپین بولدک – چمن لاره بنده ده او له کبله یې دواړو خواوو ته زرګونه مسافر او باروړونکي موټر منتظر پاتې دي.


دا لاره د تېرې یکشنبې په ورځ وروسته له دې پاکستان په یو اړخیز ډول بنده کړه چې یوه نامعلوم وسله وال د دوستي په نوم دروازه کې پر پاکستاني پوځیانو ډزې وکړې او لږترلږه یو تن یې وواژه.


پاکستان له طالبانو د حمله کوونکي د ورسپارلو غوښتنه کوي.


پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د دغه هېواد چارواکو د افغانستان له طالب چارواکو سره په خبرو کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره د یوه ګډ میکانیزم د جوړېدو په اړه د نظر تبادله وکړه.


د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور پر اساس، دا ډول میکانیزم به د ورته پېښو د تکرار په صورت کې په تحقیقاتو کې له یو بل سره همکاري کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса