Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

په ټول افغانستان کې د اليکترونيکي تذکرو وېش بيا پيل شو

0
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د الیکترونیکي تذکرې اداره وايي چې د الیکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ یې په ټولو ولایتونو کې بیا پیل کړې ده.


د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ځلونو د تذکرو او پاسپورټ وېش ځنډول شوی او له دې درکه د خلکو انتقادونه ډېر اورېدل شوي دي.


د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رفیع نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې تراوسه پورې په ټول افغانستان کې ۸ میلیونه او ۷۰۰ زرو تنو الیکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي دي.


د الیکترونیکي تذکرو د وېش بهیر د افغانستان په جمهوري نظام کې پیل شو او په وروستیو کلونو کې یې ډېره چټکه شوه خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا پروسه ټکنۍ شوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса