Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

په مصر کې د نړۍ بېلابیلو هېوادونو یوه تاریخي موافقه وکړه

0
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو پرون یکشنبه په مصر کې یوه تاریخي موافقه وکړه چې پر اساس به یې هغو بېوزلو هېوادونو ته مرسته ورکول کېږي چې د شتمنو هېوادونو له لاسه د اقلیمي بدلون په نتیجه کې د هوا د خرابېدو قرباني شوي دي.


که څه هم دا یو لوی پرمختګ دی چې د هوا په خرابېدو کې د شتمنو هېوادونو رول تاییدوي او له هغوی څخه بېوزلو هېوادونو ته د تاوان د ورکړې غوښتنه کوي، خو په مجموع کې لا هم دا یوه هوايي موافقه ده ځکه چې لا هم د مضرو ګازونو د کمېدو پر سر جنجال په خپل حال پاتې دی.


وروسته له دې چې د پیسو پر سر پرېکړه تایید شوه، خبرې اترې د ۳۰ دقیقو لپاره وځنډول شوې چې د هېوادونو استازي د نورو اقداماتو په اړه، چې باید رایه پرې واخیستل شي، متن ولوستلی شي.


دا پرېکړه یوه بودیجه رامنځته کوي چې د غونډې برخه وال یې تاوان او خساره بولي.


دا د بېوزلو هېوادونو لپاره، چې له دې خاطره یې د پیسو غوښتنه کوله، لوی بری دی.


د اقلیمي بدلون له کبله، چې د شتمنو هېوادونو رول په کې ډېر دی، په بېوزلو هېوادونو کې د سېلونو، وچکالیو، سختې ګرمۍ، لوږې او توپان په شان ستونزې پیدا شوي دي.


د پاکستان د اقلیمي چارو وزیرې شیري رحمان د مصر د شرم الشیخ پرېکړه د ۳۰ کلونو هلوځلو نتیجه وبلله.


د مالدیپ د چاپېریال ساتنې وزیر امینات شاونا پرون اسوشیتیدپریس خبري اژانس ته د دې پرېکړې په اړه وویل، دا د دوی په شان هېوادونو ته هغه حللار ده چې له مودې راهیسې یې په لټه کې وو.


د مصر په شرم الشیخ کې د اقلیم په اړه سږنۍ غونډه د هغو ژمنو پر عملي کېدو متمرکزه وه چې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له کبله پرې څرګنده سلا نه وه شوې.


په ۲۰۱۶ کې د پاریس د اقلیمي موافقې پر اساس، ټاکل شوې وه چې هېوادونه باید اجازه ورنه کړي چې د مځکې د کرې د تودوخې درجه له یوې نیمې پورته شي.


د پاریس په کنفرانس کې ۱۹۵ هېوادونو ژمنه وکړه چې د ګلتوني ګازونو خپرېدا به تر ۲۰۳۰ پورې په سلو کې ۴۵ کموي، خو هېوادونو پر خپلو ژمنو عمل ونه کاوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса