Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

نور: افغانستان کې د ماشومانو یو حق هم نه دی پرځای شوی

0
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې هلکان ښوونځيو ته ځي، خو نجونې لا هم اجازه نه لري، چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي.


بلخوا د یونیسف یوې چارواکې د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولو ماشومانو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه.


د یونېسف د ارتباطاتو مسوولې سم مورټ په یو څو ټویټونو کې ویلي نن د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده، چې په ۱۹۸۹م کال کې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک لمانځل کېږي.


د نړۍ هېوادونو د دغه کنوانسیون په لاسلیک سره د تعلیم د حق د ساتنې په ګډون د ماشومانو د حقونو د ملاتړ ژمنه وکړه.


د یونېسف دغې چارواکې ویلي، په افغانستان کې باید ټول ماشومان وکړای شي، ښوونځیو ته لاړ شي.


صالح محمد صالح له مدني فعالې او د ماشومانو له ارواپوهې رنګیزې نور د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې یونېسف وايي، د ماشومانو نړیوالې ورځې پر مهال په افغانستان کې ګڼ ماشومان ښوونځیو ته نه شي تللی، د افغانستان لپاره د دې ورځې لمانځل څه معنی لري؟


د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса