Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

ایران د عراق په شمال کې د توغندیو او ډرون الوتکو برید کړی

0
د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو د عراق په شمال کې د کردانو پر مرکزونو پر توغندیو او ډرون الوتکو برید کړی دی.


تهران دا کردان تورن کړې دي چې د ایران دننه په ناکراریو کې لاس لري.


د راپورونو له مخې اربیل هوایي ډګر ته څېرمه د ایراني کردانو، د کومله ګوند او د ایراني کردستان د ډیموکراتیک ګوند مشرانو مرکز په نښه شوی دی.


د ایراني کردستان د ګوند یو جګپوړی غړی محمد نظیف قادري د دې برید پرمهال چې وړمه ورځ وشو، ووژل شو.


بل لور ته د هنګاو په نوم په ناروې کې د بشري حقونو مېشته ډله وایي چې ایراني ځواکونو د ایران په لوېدیځ کې وړمه شپه د مریوان او جوانرود ښارونه هم ویشتلي دي چې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса