Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

روسي چارواکي: په سيواستوپول ښار کې مو د برښنا پر تاسيساتو د اوکراين بريد شنډ کړی

0
د اوکراین د اشغال شوې کریمیا ټاپو وزمې په سیواستوپول ښار کې د روسې له‌خوا ټاکل شوي والي ویلي دي چې د روسیې د هوايي مدافعې ځواکونو د دې ښار د برښنا او تودوخې پر یوه مرکز د اوکراین برید شنډ کړی دی.


میخاییلو روز وَژایف بېګا وویل چې، د سېواستوپول په بالاک لاوا ولسوالۍ کې پر دې مرکز بېګا ناوخته د دوو ډرونونو یا بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید شوی و، چې دفع شو.


نوموړي پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې همدا راز ویلي چې، په توره بحیره کې د روسیې سمندري ځواکونو پرون پر دې ټاپووزمه د اوکراین له‌خوا د دریو ډرونونو په وسیله یوه بله حمله هم شنډه کړه.


هغه یادونه کړې چې په دې بریدونو کې چا ته زیان نه‌دی اوښتی او اوس مهال هلته کراري ده.


د اوکراین پوځ تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса