Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

ناپېژانده وسله‌وال کابل کې د يوې کورنۍ پنځه غړل وژلي

0
د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د خواجه رواش په سیمه کې نامعلوم وسله‌وال په یو جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي، پنځه تنه یې وژلي او بل یې ټپي کړی دی.


د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استولي لیکلی پیغام کې ویلي دي، چې پېښه د حضرت بلال په نوم په یو جومات کې شوې ده.


نوموړي ویلي دي، چې حمله کوونکي د تنفګنچې په وسیله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.


ښاغلي ځدراڼ ویلي دي، چې د لومړنیو څېړنو له مخې پېښه د شخصي دُښمنۍ له امله رامنځته شوې ده خو نوموړی زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري د حمله کوونکي د نیولو او پیدا کولو هڅه روانه ده.


د پېښې دقیق وخت نه دی ښودل شوی خو ویل کېږي چې پېښه نن سهار د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.


ویل کیږي چې حمله کوونکي له وړاندې په یاده سیمه کې خپل کور هم خالي کړی او د پېښې له سیمې تښتېدلی دی.


دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې ورته پېښې زیاتې شوې دي.


نږدې یوه اوني وړاندې د کابل په کارته نو سیمه کې نامعلومو وسله والو د ابوبکر صدیق جامع جومات په خطیب حمله کړې وه، چې له امله یې د جومات خطیب قاری نجیب الله عزیزی او یو بل لمونځ کوونکی وژل شوي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса