Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د افغانستان کرکټ لوبډلې سریلانکا ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه

0
افغانستان په نننۍ پنځوس اووره مسابقه کې سریلانکا ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه.


افغانستان د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۲۸ منډې وکړې.


اوس سریلانکا هڅه کوي چې ورکړل شوی هدف پوره کړي.


دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د سوپرلیګ لوبو په ترڅ کې چې سریلانکا یې کوربنه ده، د درېیو پنځوس اوره لوبو دویمه هغه ده.


د دې لړۍ لومړۍ لوبه د تېرې جمعې په ورځ افغان لوبډلې د شپېتو منډو په توپير له سریلانکا څخه وګټله.


که افغانستان له سریلانکا یوه بله لوبه هم وګټي دومره امتیازات تر اوسه لري چې مستقیم د راتلونکي کال نړیوال جام ته ووځي.


په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د اماراتو له کرکټ بورډ سره یې د پنځه کلنو دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ.


کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي د دې موافقې له مخې به د افغانستان کرکټ بورډ د دې مودې لپاره د اماراتو لوبډلې په وړاندې هر کال درې شل اوریزې لوبې کوي، په بدل کې به یې افغان کرکټ بورډ په هغه هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي او همدارنګه د ویزو اسانتیاوې ترلاسه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса