Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه پیل شوه

0
د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه پیل شوه.


افغانستان د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه.


دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د سوپرلیګ لوبو په ترڅ کې چې سریلانکا یې کوربنه ده، د درېیو پنځوس اوره لوبو دویمه هغه ده.


د دې لړۍ لومړۍ لوبه د تېرې جمعې په ورځ افغان لوبډلې د شپېتو منډو په توپير له سریلانکا څخه وګټله.


که افغانستان له سریلانکا یوه بله لوبه هم وګټي دومره امتیازات تر اوسه لري چې مستقیم د راتلونکي کال نړیوال جام ته ووځي.


له سریلانکا سره درېیمه او ورستۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ وشي.


په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې د اماراتو له کرکټ بورډ سره یې د پنځه کلنو دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ.


کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي د دې موافقې له مخې به د افغانستان کرکټ بورډ د دې مودې لپاره د اماراتو لوبډلې پر وړاندې هر کال درې شل اوریزې لوبې کوي، په بدل کې به یې افغان کرکټ بورډ په هغه هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي او همدارنګه د ویزو اسانتیاوې ترلاسه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса