Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

ډنډ پټان سره پر پوله تړلې لار پرانيستل شوه

0
د پکتیا ولایت په ډنډ  پټان ولسوالۍ او د خیبر پښتونخوا د کورمې ایجنسۍ د خرلاچۍ د سیمې ترمنځ د تګ راتګ لار، چې د وروستیو نښتو له کبله بنده شوې وه، پرون بېرته پرانیستل شوه.


د پاکستان د بشري سرچینو د پراختیا فدرالي وزیر ساجد حسین توري پرون په سیمه کې د ډیورند کرښې د دواړو خواوو د قومونو په یوه جرګه کې ګډون وکړ او په ترڅ کې یې پرېکړه وشوه چې د دوو خواو ترمنځ د تګ راتګ لاره باید فوراً خلاصه شي.


د دې لارې د بندېدو له کبله د دواړو خواوو ترمنځ سوداګري او کاروبار په ټپه درېدلی و.


د پاکستاني چارواکو او رسنیو د څرګندونو پر اساس، د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ په دې سیمه کې د نښتې په نتیجه کې لږ تر لږه یو پاکستانی پوځي ووژل شو او د ۳ ملکیانو په ګډون ۱۲ تنه ژوبل شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса