Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

جرمني په درو د افغانانو وهل له انساني کرامت سرغړونه وبلله

0
د نړیوالو له تندو غبرګونونو سره سره د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت په لوګر کې د څو تنو مجرمانو د درو وهلو د حکم ننګه کړې ده.


په تازه غبرګون کې پرون د افغانستان لپاره د جرمني سفارت، چې دا مهال په برلین او دوحه کې فعالیت کوي ،د درو وهل د انساني کرامت سرغړونه بللې او له طالبانو یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو د شکنجې د منعې کنوانسیون مراعات کړي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا د جرمني دغې اندېښنې ته په ځواب کې لیکلي، اسلامي شریعت پر عدالت ولاړ دی.


طالبانو تېره اونۍ د درېیو ښځو په ګډون ۱۴ کسان په لوګر ولایت کې د اخلاقي جرمونو او غلا په تړاو عام محضر کې په درو ووهل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса