Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

طالبانو له هر راز مخدره موادو کار اخیستل منع کړل

0
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له هر راز مخدره موادو کار اخیستل د اسلام له نظره حرام دي او د دې موادو هرراز کاروبار هم جرم ګڼل کېږي.


په یوه بیان کې چې پرون د دې وزارت پر ټویټر خپور شو، ویل شوي دي چې له سرغړوونکو سره به شرعي چلند وشي.


همداراز په یوه ویډیو کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین ملاعبدالحق همکار ویلي چې په تېر یوه کال کې تر ۴۵ ټنه پورې د مخدرو موادو بېلابېل ډولونه کشف او ضبط شوي دي.


نوموړی زیاتوي چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتی د هېواد په یوه لوېشت خاوره کې هم کوکنار یا چرس وکري.


که څه هم د طالبانو حکومت د مخدرو موادو پر کښت او کاروبار مخکې له دې هم بندیز اعلان کړی و، خو د مخدرموادو د کنټرول نړیوال بورډ تېره اونۍ په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او تولید په اړه راپورونه د اندېښنې وړ دي او باید مخنیوی یې وشي.


دې ادارې همداراز وویل چې له افغان کروندګرو سره باید د بدیل کښت په برخه کې مرستې وشي.


طالبانو دا بیان رد کړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند شوی دی.


له دې مخکې ملګرو ملتونو په تېره لړم میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې په روان کال کې په افغانستان کې د تریاک له تولید څخه د ترلاسه شویو عوایدو کچه څه باندې یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса