Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د اټومي وسلو د کنټرول په اړه روسيې له امريکا سره مذاکرات ځنډولي

0
روسیې له متحدوایالتونو سره د اټومي وسلو د کنټرول په اړه مذاکرات د هغه څه په خاطر وځنډول چې د مقابل لوري په چلند کې جدي اختلاف او د اوکراین د جګړې پرسر کړکېچ بلل شوی.


د روسیې د بهرنیوچارو وزارت مرستیال سیرګي ریابکوف پرون ادعا وکړه چې امریکا غواړي یوازې د نوي سټارټ په نوم د تړون په رڼا کې د اټومي وسلو پر تفتیش تمرکز وکړي.


نوموړی وايي، امريکا د مسکو هغه غوښتنه یې، د ده په وینا له پامه غورځولې ده چې غواړي د همدې موافقې په اساس د وسلو د شمېرنې د اړوندو مشخصو مسایلو په اړه بحث وشي.


د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، مسکو پرېکړه کړې چې په قاهره کې دا خبرې په یو اړخیز ډول وځنډوي او د هغوی لپاره به نوې نېټه وټاکي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса