Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د پاکستان ديني عالمانو او قومي مشرانو پلاوي په کندهار کې طالبانو سره خبرې کړې

0
د پاکستان یو ۱۶ کسیزه پلاوی په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره د چمن او سپین بولدک پر پوله د راپورته شوي صورتحال په اړه د خبرو لپاره کندهار ته تللی دی.  

په پلاوي کې ديني عالمان او قومي‌مشران شامل دي. په دوی کې یو، برات خان د دیسمبر پر شلمه، مشال راډيو ته وويل چې پر پوله د ناسم امنیتي صورتحال له وجې د دواړو خواوو ولسونو ته تاوان رسیږي نو په دې خاطر په کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره ویني. 




که څه هم پاکستاني چارواکو لا د دې وفد د سفر په اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړی خو  برات خان ویلي چې دوی به په کندهار کې د طالبانو چارواکو خبرې په چمن کې له پاکستاني چارواکو سره شریکوي چې د امنیت په لور یوې ښې حل لارې ته ورسېږي.  


په کندهار کې د طالبانو د کندهار د والي دفتر  په يو بیان کې ويلي چې له چمن څخه ورغلي پلاوي سره یې خبرې مثبتې وې خو زیاتوي چې هغوی ته یې واضحه کړې چې طالبان د خپلې خاورې د دفاع لپاره اقدام کړی دی.


دا په داسي حال کې ده چې په چمن او سپین بولدک کې پر پوله د ډېسېمبر پر ۱۵مه د پاکستانیو او د طالب سرحد ساتونکو ترمینځ په ډ‌زو کې یو کس ووژل شو او ۱۵ نور ژوبل شول. په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.


تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۱۱مه د چمن او سپین بولدک ترمینځ په نښته کې نهه کسان ووژل شول او ۳۱ ټپیان ول. د پولې هغه غاړې ته یو کس وژل شوی وو او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.


پاکستانيو چارواکو په خپلو رسمي اعلامیو کې د دواړو ورځو په نښتو کې طالبان تورن کړل چې بې دلیله یې توغندي وروولي دي. د وروستۍ جګړې په اړه د طالبانو حکومت رسما څه نه دي ویلي خو د دفاع وزارت یې په یوه بیان کې پاکستاني سرتېري د جګړې په پیل تورن کړي وو. 


تر هغې وروسته د پاکستان او د طالبانو حکومت د دې ډول پېښو د تکرار پر مخنیوي ټینګار کړی وو. د ډېسېمبر ۱۱مې تر پېښې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو چې دوی پر پوله د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره له کابل سره تماس نیولی دی.


نوموړي ویلي وو چې په کندهار کي افغان چارواکو پر هغه پېښه له پاکستان څخه نه یوازې بخښنه و غوښته بلکه دا ډاډ یې هم ورکړ چې په راتلونکي کې به داسې پېښې نه تکرارېږي.


د دې کال په نومبر کې هم د چمن او سپین بولدک لاره تر شاوخوا یوې اوونۍ تړل شوی وه چې وروسته د نومبر پر ۲۱مه پرانیستل شوه.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса