انتونیو ګوتېریش: طالبان دې د نجونو پر زده کړو ظالمانه بندیز لرې کړي
انتونیو ګوتېریش د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم د نړیوالۍ ورځې په مناسبت پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي، "هغه وخت رارسېدلی دی چې ټول هغه پر توپیري چلند ولاړ قوانین او کړنې پای ته ورسېږي چې د تعلیم مخه نیسي."