د سند په مرکز کراچۍ کې افغان کډوال له تېرو څو لسیزو راهیسې اباد دي. دوی وايي، اوس په دې پوه شوي چې د پاکستان حکومت ورته نور مهلت نه ورکوي او خامخا یې وباسي نو ځکه د کور اوزار په نیمه بیه خرڅوي او افغانستان ته روان دي. د کډوالو مشرانو د سپټمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، د ستنېدونکو شمېر دومره زیات دی چې ورته د کډو کولو لپاره لارۍ نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي نو په ډېره ګرانه بیه ورته تمامېږی. د پاکستان حکومت د سپټمبر له پیله د افغان کډوالو جبري ستنول پیل کړي دی. تر دې وړاندې په اګست میاشت کې یې افغان کډوالو ته امر کړی وو چې له پاکستانه دې په خپله خوښه وطن ته ستانه شي کنه نو په سپټمبر کې به یې په جبري ډول ولېږی. د هغه مهلت له ختمېدو وروسته د پاکستان له نږدې ټولو ایالتونه نه افغانستانه ته د کډوالو کډې روانې دي.