Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د سوات د سیند غاړې ودانیو د نسکورولو حکومتي پرېکړې کاروباریان اندېښمن کړي

0

د سوات انتظامیې د سېپټېمبر له نهمې نېټې راهیسې د سوات سیند پر غاړه د ابادو هوټلونو، رسټورانټونو او نورو ودانیو نسکورول پیل کړي دي. د انتظامیې دریځ دا دی چې دا ابادۍ د تجاوزاتو په بڼه شوي دي.

د سوات د انتظامیې یو مسوول محب الله خان د سېپتېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د پاکستان د سترې محکمې په امر هغوی د سیند پر غاړه ۹۹ ودانۍ ورانوي ځکه چې دغو ودانیو د اوبو لارې نیولې او د سېلابونو پر مهال د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.

خو بل پلو، کاروباریان وايي، دوی له حکومتي اجازتنامې ترلاسه کولو وروسته د سیند په غاړه ځایونه اباد کړي ول. دوی دا هم وايي چې د سیند غاړې د کاروباري ځایونو په نسکورولو حکومت د سلګونو کسانو د رزق وسیله هم تړلې ده. د ۲۰۲۵ز کال د جون پر ۲۷مه په سوات سیند کې په ناڅاپي ډول د اوبو د زیاتېدو له وجې له ۱۰ زیات کسان په سېلابي اوبو کې لاهو شوي ول.

د مشال راډیو د خبریال په راپور کې نور تفصیل وګورئ.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса