Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

چین وايي د "کړکېچ راپارول" د خلکو ملاتړ نشي ترلاسه کولی

0

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي هېواد یې د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا احترام لري.لین جیان دا څرګندونې د سېپټېمبر پر ۱۹مه د چین په سر ښار بیجېنګ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي دا څرګندونې د یو خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د باګرام هوايي ډګر د بیا ترلاسه کولو هوډ ښوولی او دا یې هم ویلي دي چې دا ګام د چین د اټومي وسلو د څارلو لپاره ترسره کوي، نو چین په دې اړه څه دریځ لري؟

نوموړي په ځواب کې وویل، "د کړکېچ (تناو، تشنج) راپارول او په سیمه کې د ټکر فضا رامنځ ته کول د خلکو ملاتړ نه شي ترلاسه کولی."

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۴مه په لندن کې د برتانیا د وزیراعظم کایر سټارمر سره یو ځای په خبري غونډه کې وویل، "د باګرام هوايي اډه چې د نړۍ له لویو هوايي اډو څخه ده، وړیا هغوی (طالبانو) ته پرېښودل شوه، اوس یې د بیا ترلاسه کولو هڅه کوو."

ټرمپ همدا راز په خپلو خبرو کې د امریکایي ځواکونو د ناڅاپي وتلو په پرېکړه هم نیوکه وکړه.

باګرام هوایي اډه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ۲۰ کلن حضور په موده کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو اصلي اډه وه.

دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ داشان څرګندونې کوي. هغه تر دې مخکې هم په څو ځلي د باګرام هوايي اډې په اړه ورته خبرې کړې دي.

نوموړي د ولسمشري لپاره په خپل یو انتخاباتي کمپاین کې هم ویلي ول، که بریالی شي، هڅه به وکړي چې چین وڅاري او د باګرام اډې کنټرول بېرته ترلاسه کړي.

بل پلو الجزیره تلویزون د سېپټېمبر پر ۱۹مه په خپلې ووبپاڼې لیکلې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي پر ټولنیزو رسنیو په خپور کړي یو بیان کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا له نظامي حضور پرته لازمه ده چې افغانستان او امریکا له یو بل سره په تماس کې وي او خبرې وکړي.

نوموړي ویلي په کابل کې د طالبانو حکومت چمتو دی چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو په پام کې نیولو سره له واشنګټن سره سیاسي او اقتصادي اړیکې بحالې کړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса