د کرکټ اسیا جام سيالیو کې نن هند او پاکستان سره مخامخېږي
د کرکټ اسیا جام سيالو په لړ کې نن (سېپټېمبر ۲۱مه) د هند او پاکستان ترمینځ لوبه کېږي.دا سيالي به د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نيمو او د کابل پر وخت د ماښام پر اووه بجو د دوبۍ په لوبغالي کې پیلېږي. د سيالیو په لومړي پړاو کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
د سېپټېمبر پر ۲۰مه د دوبۍ په لوبغالي کې د سريلينکا او بنګله دېش ترمینځ لوبه شوې وه چې بنګله دېش په څلورو ويکټونو ګټلې وه.
هند، پاکستان، سریلينکا او بنګله دېش تر هغې وروسته اسیايي جام د څلورو مخکښو لوبډلو پړاو ته وتلي چې افغانستان، متحده عربي امارات، عمان او هانګ کانګ د خپلو سیالیو له بایللو وروسته له دې لړۍ څخه ووتل.
د څلورو مخکښو لوبډلو د سیالیو په لړ کې به پاکستان او سریلينکا د د سېپټېمبر پر ۲۳مه، بنګله دېش او هند د سېپټېمبر پر ۲۴مه، بنګله دېش او پاکستان د سېپټمېبر پر ۲۵ او هند او سریلينکا به د سېپټېمبر پر ۲۶سره لوبېږي.
د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.