له ايرانه د تشدد ډکې نوې ويډيوګانې رابرسېره شوې دي
په ايران کې د ډېسېمبر له ۲۸مې پيل شوې مظاهرې د حکومت لخوا تر ډېره حده کنټرول شوي دي، خو د ايرانيو ځواکونو لخوا د وژل شويو مظاهرچيانو خپلوان لاهم د هغوی مړي لټوي. چارواکو په هغه هېواد کې پر انټرنېټ سخت بندیز لګولی دی خو پر هغه سربېره د مختلفو لارو ويډيوګانې مخې ته راځي چې په کې پر مظاهرچيانو د ايرانيو ځواکونو تشدد او د وژل شويو کسانو د خپلوانو ویر او ماتم تر سترګو کيږي. د مشال راډیو ايرانۍ څانګې فردا هم داسې یو شمېر تصديق شوې ويډيوګانې ترلاسه کړې دي چې خلک پکې په مرده خانو کې د خپلوانو مړي لټوي. دا ويډيو، چې د فردا راډيو له راپورونو د مشال راډيو ګل اياز او داود خټک جوړه کړې ده، د یو داسې کس په غږ پیليږي، چې په ژړا ژړا د خپل وژل شوي زوی نوم اخلي او ورته وايي چې "غږ راوکه زه دې پلار يم او ستا لپاره راغلي يم". په راپور کې له رويټرز اژانس څخه هم ځينې ويډيوګانې اخيستل شوې دي.