د مردان په پوري هوتي کې يو ځايي ځوان د ګرانۍ له امله عام ولس ته د ۲۰ روپیو ډوډۍ په پینځه روپۍ ورکوي. د انتظام کونکو په وينا چې څلور کاله وړاندې يې دا ډوډۍ په ۱۰ روپۍ ورکوله خو له کله چې ګراني زیاته شوې ده نو د ډوډۍ قېمت یې ټیټ کړی دی. دوی وايي هره ورځ له ۷ څخه تر ۸ زره ډوډۍ ورکوي.