Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د امریکا متحدان او جاپان وايي د هرمز تنګي خوندیتوب لپاره "مناسبو" اقداماتو ته تیار دي

0

د امریکا اروپايي متحدانو او جاپان د هرمز ستراتیژیک تنګي له لارې د کښتیو او بېړیو د تګ راتګ خوندي کولو لپاره "مناسبو" هڅو کولو ته چمتووالی ښوولی دی.دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې وار له مخه ژور کړکېچ له کنټروله د وتلو له ګواښ سره مخامخ دی.

البته هغو هېوادونو ټینګار کړی دی چې هر ډول اقدام به یوازې د اوربند تر کېدو وروسته وکړي.

د برېتانیې، فرانسې، جرمني، اېټالیې، نېدرلینډز (هالینډ) او جاپان د مارچ پر ۱۹مه په ګډه اعلامیه کې وویل چې د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ باوري کولو لپاره په "مناسبو هڅو" کې برخه اخلي.

هغو هېوادونو له ایرانه وغوښتل چې د بې‌ پیلوټه الوتکو او توغنديو بریدونه، د ماینونو ښخول او هر ډول هڅې چې دا حیاتي سمندري لاره بندوي، سمدستي ودروي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړو ته درناوی وکړي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د لومړنۍ اعلامیې تر خپرېدو لږ وروسته په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له وزيراعظمې سانای تاکایچي سره ولیدل.

ټرمپ په وروستیو کې پر خپلو ناټو متحدانو نیوکې کړې وې چې ولې په مستقیم ډول د سیمې د کښتيو د امنیت لپاره نه دي حاضر شوي.

د هرمز تنګي زياتره برخه لا هم بنده ده. بلخوا د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هرمز تنګي د بېرته خلاصولو لپاره او هلته د تېل وړونکو کښتیو د ساتنې لپاره پر خپلو اتحادیانو د مرستې غږ کړی دی.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса