د اوربند پایته رسیدو سره سم طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي
بلخ کې د هوايي برید له رپوټونو وروسته د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستاني الوتکو لور ته یې ډزې کړي دي.حماد وصال د الفتح د ۲۰۹ قول اردو ویاند پرته له جزییاتو طلوع نیوز ته ویلي چې دافع هوا ځواکونه د پاکستاني الوتکو لور ته ډزې کوي او له خلکو یې غوښتي چې اندیښمن نه اوسي.مخکې لدې، بلخ کې د طالبانو د والي ویاند عطاء الله زید ازادي راډیو ته ویلي وو چې نن شپه کومه پیښه نه ده شوې .د پاکستان حکومت تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.ځینو داخلي رسنیو د منابعو په وینا رپوټ ورکړی وو چې بلخ کې هوايي بریدونه شوي دي.پاکستان مخکې ویلي وو چې اوربند نن دوشنبه د شپې تر دولسو بجو دوام کوي.
