Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2026

Новости за 21.03.2026

کرکت؛ افغانستان او ایرلنډ ۵ یو ورځینۍ سیالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

د ایرلنډ د کرکټ اداره، کرکټ آیرلنډ (CI) وايي چې سږ کال به د څو سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو کوربه شي. د ایرلنډ د نارینه‌وو لوبډله به د اګست له ۵مې تر ۱۴مې پورې له افغانستان سره پنځه یو ورځنۍ (ODI) سیالۍ وکړي. همداراز په پام کې ده چې آیرلنډ د افغان ښځو د کرکټ ملي لوبډله هم په بلفاست کې سیالیو ته وروبولي. د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته جلاوطنه شوې او تراوسه پورې یې په جلاوطنۍ کې څو سیالۍ کړي دي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار وايي، اسلام اباد پر افغانستان د جګړې د تپلو هڅه نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار رانا ثناالله ویلي چې اسلام‌اباد پر افغانستان نه د جګړې د تپلو په لټه کې دی او نه د دې هیواد د کومې برخې د نیولو. هغه د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان اساسي تمه دا ده چې افغانستان دې اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې وسله والې ډلې پر پاکستان بریدونه وکړي. رانا ثناالله خبرداری ورکړ چې که دا ستونزه حل نه شي، نو پاکستان به اړ شي چې د دغو ډلو پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي. په داسي حال کې چې اسلام اباد د طالبانو حکومت د پاکستان د وسله والو مخالفو... Читать дальше...

اسراییل وايي، له نن څخه به پر ایران بریدونه زیات کړي

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل دفاع وزیر ییسرائیل کاڅ خبرداری ورکړ چې امریکا او اسرائیل به له نن (یکشنبې) څخه پر ایران بریدونه لا پسې زیات کړي. هغه د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) په یوه بیان کې ویلي چې د اسرائیل او امریکا پوځونه به دا اوونۍ پر ایران او د هغه پر اړوندو بنسټونو بریدونه په څرګند ډول زیات کړي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې ښايي پر ایران بریدونه «په تدریجي ډول» کم کړي. له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړه د کب/ حوت له ۹مې پیل شوې او نن یکشنبې یې ۲۳مه ورځ ده. Читать дальше...

په افغانستان کې د نوروز دودونه اوس په څه ډول لمانځل کیږي؟

Pa.azadiradio.com 

نن شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ورځ او نوروز دی. د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم په رسمي ډول نوروز نه نمانځل کیږي خو دوی په خپلو کورونو کې په ساده ډول دا مناسبت نمانځي. د بغلان ولایت اوسېدونکی سعیده وايی په سره دوی د نوروز د دود د ژوندي ساتلو هڅه کوي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل :« موږ به مزار شریف ته د جنډې د پورته کولو مراسمو ته تللو او هلته به مو نوی کال نمانځه، کورنۍ به راټولېدو، هفت میوه به مو تیاروله، میلې به مو کولې، شنو سیمو ته به تللو، اوس هم د دې لپاره چې... Читать дальше...

ټرمپ: منځني ختیځ کې پوځي هڅې کموو، اهدافو ته ډېر نژدې شوي یو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، په منځني ختیځ کې د پوځي هڅو " د کمولو " په فکر کې دی. نوموړي پرون جمعه پر خپله ټولنیزه پاڼه تروت سوشېل ولیکل، داسې مهال د ایران د رژیم په وړاندې د عملیاتو د کمولو غور کوي چې په خبره یې " خپلو اهدافو ته ډېر نژدې کیږي". هغه خپل اصلي اهداف د ایران د پوځ کمزوري کول او د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوی بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسراییل او امریکا بریدونه څلورمې اونۍ ته ورسېدل او داسې راپورونه شته چې وایي د امریکا زرګونه ځمکني سرتیري سیمې خوځیدلي دي.

کونړ کې د پاکستان برید کې وژل شوې ډاکټره او زوی یې خاورو ته وسپارل شول

Pa.azadiradio.com 

سیمه ییزې سرچینې وايي نن د کونړ په مرکز اسعد اباد کې هغه ډاکتره او څلور کلن زوی یې خاورو ته وسپارل شول چې د طالبانود حکومت د ادعا له مخې د اختر په لومړۍ ورځ د پاکستاني ځواکونو په توپچي حمله کې وژل شوي وو.

د پاکستان وزيراعظم وايي د تېلو بيې نورې نه لوړوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وايي حکومت یې پرېکړه کړېده چې د تېلو بیې به نورې نه لوړوي.د پاکستان سرکاري راډیو لیکي چې نوموړي د مارچ پر ۲۱مه ولس ته په وینا کې ویلي دي چې داسې وړاندیز ورته شوی وو چې پیټرول د یو لیټر په سر ۷۶ او ډیزل د یو لیټر په سر ۱۷۷ روپۍ ګران کړي خو د کمکي اختر پر مهال یې د خلکو ستونزو ته په کتو دا ګام اوچت نه کړ. شهباز شریف وايي، د تېلو د بیو د نه زیاتولو پیټی به حکومت په ځان واخلي او د دې لپاره یې ۴۵ اربه روپۍ په پام کې نیولې دي. د نوموړي په وینا مرکزي حکومت تېره اونۍ هم د تېلو... Читать дальше...



هریپور کې افغان کډوال وايي پولیسو په اختر کې د هغوی لسګونه کسان نيولي دي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په هریپور کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو د اختر په ورځ هم د دوی لسګونه کسان نیولي او افغانستان ته یې د ایستلو لپاره بندیان کړي دي.د یاد کیمپ یو اوسېدونکي حاجی سعید خان کوچي د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې یو شمېر ګاونډیان او دوستان یې نیول شوي دي. هغه وايي، دوی افغانستان ته د ستنېدو لپاره تابیا نیولې وه خو د پاکستاني او طالب سرتېرو تر مینځ د جګړې له وجې لارې بندې شوې نو ځکه لا هم هلته پاتې دي. د نوموړي په وینا په کیمپ کې پاتې کسان د پولیسو د چاپو له ویرې له کورونو نه ووځي. Читать дальше...

اتحاد هوایي شرکت د کابل- ابوظبۍ ترمنځ الوتنې پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

د متحده عربي اماراتو اتحاد هوایي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې. د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي چې د دغه شرکت لومړنۍ الوتکه پرون جمعه د کابل هوایي ډګر کې کیناسته. دغه شرکت به په اونۍ کې څلور ځله د ابوظبۍ او کابل ترمنځ الوتنې کوي. له اماراتو او فلای دوبۍ وروسته اتحاد د متحده عربي اماراتو دریم هوایي شرکت دی چې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته یې کابل ته الوتنې پيل کړي.

پر کابل د پاکستان د وروستي برید لسګونه مړي لا هم عدلي طب کې دي او پیژندنه یې نه کیږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، پر کابل د پاکستان د وروستي خونړي برید لسګونه مړي لا هم په عدلي طب کې پراته دي او هویت یې څرګند نه دی. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان نن شنبه ( د وري یا حمل ۱) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، هغه کورنۍ چې ناروغ یې لادرکه دی، دارلامان سیمه کې دغه روغتون ته ورتللی شي. پاکستان د تیرې اونۍ د دوشنبې په ماخوستن کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز برید وکړ چې د طالب چارواکو په وینا له ۴ سوو ډېر ناروغان په کې ووژل شول. پاکستان بیا ادعا وکړه چې د دوی هدف دغه مرکز ته نژدې پوځي تاسیسات و. Читать дальше...

پاکستان کې نن په سرکاري توګه کوچنی اختر لمانځل کېږي

Mashaalradio.com 

نن (د مارچ پر ۲۱مه) په پاکستان کې د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده چې په ترڅ کې یې د سرښار اسلام اباد ترڅنګ په څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې خلک د اختر مراسم پر ځای کوي.په پلازمېنه اسلام اباد کې د اختر لمونځ په فیصل جومات کې ترسره شو چې زرګونو خلکو پکې ګډون وکړ. همدا رنګه د لاهور، کراچۍ، پېښور او کوټې په لویو جوماتونو او میدانونو کې د اختر لمونځونه وشول. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري ولس ته مبارکي ورکړې او د یو موټي اوسېدو غوښتنه یې ترې کړې ده. Читать дальше...

په ایران کې د اختر لومړۍ ورځ، د اختر لمونځ د مجتبی خامنه یي په غیاب کې ادا شو

Pa.azadiradio.com 

په تهران کې نن د کوچني اختر لمونځ د هغه هېواد د نوي مشر مجتبی خامنه یي په غیاب کې ترسره شو. د تهران په لوی جومات کې د اختر د لمانځه امامت د تهران د جمعې د موقت امام محمد جواد حاج علي اکبري په امامت ترسره شو. د اختر دغه لمانځه ځکه د ډېرو خلکو پام ځانته اړولی چې د ایران د اسلامي جمهوریت دریم مشر مجتبی خامنه یي په کې نه و او د هغه د وضعیت په اړه هم معلومات نشته. پخوا د ایران د دغه مشر د ټپي کېدو خبره راپور شوې وه. په تهران کې نن د اختر له لمانځه وروسته د سپاه پاسدران انقلاب د پخواني ویاند علي محمد ناییني... Читать дальше...

د بلوچستان باغوانان کمې اوبه مصرفوونکې ونې کښېنوي

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې کروندګرو او باغوانانو د پسرلي په راتګ د داسې ونو او بوټو کښېنولو ته مخه کړې چې کمې اوبه کاروي. هغه سیمه له تیرو دوو لسیزو راهیسې د وچکالۍ ښکار ده چې ګڼ باغونه او کروندې یې شاړې کړې دي. په پښین کې د ونو او بوټو د نرسرۍ مالک وايي، په تېرو کلونو کې د نهالګیو خرڅلاو کم شوی دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.

ټرمپ وايي په ایران کې هیڅ داسې کوم مشر پاته نه دی چې ورسره خبرې وکړي

Pa.azadiradio.com 

په ایراني چارواکو او اهدافو باندې دامریکا او اسراییل بریدونو سره همهاله ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل په ایران کې هیڅ داسې مشر پاتې نه دی چې د جګړې په اړه ورسره خبرې وکړي. ټرمپ د یوې وینا په ترځ کې د ایراني مشرانو وژل کیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل: "موږ غواړو چې ورسره خبرې وکړو، مګر هیڅوک نشته چې ورسره خبرې وکړو. موږ هیڅوک نلرو چې ورسره خبرې وکړو." دایران ستر مشر ایت الله علي خامنه ای د کب په نهمه د امریکا او اسراییلو د ګډ برید په لومړیو ساعتونو کې د ایران د یو شمیر لوړ پوړو پوځي چارواکو سره په خپل دفتر کې ووژل شو. Читать дальше...

بریتانوي چارواکي وايي د زرګونو افغان کډوالو د ادرسونو معلومات یې له لاسه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

بریتانوي چارواکي وايي چې د نږدې ۷۰۰۰ افغان کډوالو د پتو په هکله معلومات یې لاسه ورکړي دي. بریتانوي ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړ چې دغو کډوالو ،چارواکو ته له خبر ورکولو پرته خپل د استوګنې ځایونه پریښي. ورځپاڼې د جمعې په ورځ، د مارچ په شلمه د چارواکو په حواله لیکلي چې د ۶۹۲۹ دغو کسانو ادرس نا معلوم دی . خو د برتانیا د دفاع وزارت وویل چې حکومت اړتیا نلري چې د کډوالو له میشتیدو وروسته د هغوی ځای وڅاري. وروسته لدې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې بیرته واک ته ستانه شول، سلګونو زره افغان سرتیرو او ملکي... Читать дальше...

د پاکستان په هریپور کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو د اختر په ورځ هم ددوی لسګونه کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په هریپور کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو د اختر په ورځ هم ددوی لسګونه کسان نیولی او افغانستان ته د اخراج لپاره بندیان کړي دي. حاجی سعید خان کوچي د هري پور د کمپ یو اوسیدونکي د جمعې په ورځ د کب په ۲۹ مه ازادي راډیو ته وویل چې یو شمیر ګاونډیان او دوستان یې نیول شوي دي. هغه وايي چې دوی افغانستان ته د ستنیدو لپاره تابیا نیولې وه خو لارې بندې شوي او هلته پاته دي. نوموړی زیاتوي چې په کمپ کې پاته کسان د پولیسو د چاپو له ویرې له کورونو وتلی نسي. حاجی سعید خان کوچی له ملګرو ملتونو وغوښتل... Читать дальше...

د کونړ سیمه ایزو چارواکو هم پاکستان داوربند په ماتولو تورن کړ

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د طالبانو حکومت سیمه ایزو چارواکو پاکستان د لنډمهاله اوربند په سرغړونه تورن کړ. په کونړ کې د طالبانو د حکومت چارواکو رسنیو ته ویلي چې پر دغه ولایت د پاکستاني توپخانې بریدونه دوام لري. د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر ضیاء الرحمن سپین غر رسنیو ته ویلي چې پاکستان د پنجشنبې څخه تر جمعې ورځې پورې په دې ولایت ۲۵ د هاوان مرمۍ ویشتلي دي. خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د جمعې په ورځ د طالبانو یوه ورته ادعا رد کړه. د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت او ځینو ځایي اوسیدونکو ویلي وو چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستاني توپخانې ډزو دوام وکړ. Читать дальше...

منظور پشتین د افغانستان او پاکستان د وضعیت په هکله پاکستاني چارواکو باندې سخته نیوکه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر اختریز پیغام کې د پاکستان پر واکمنو سخته نیوکه وکړه او وايي چې روژه د افغانانو او پښتنو لپاره په ویر تېره شوه. منظور پشتین وايي د پولې دواړو لوریو ته ګڼ ولسونه له خپلو مېنو بیځایه شوي دي. بلخوا،د یوناما، مشرې د پاکستان د وروستي برید ټپیانو سره دکابل یو روغتون کې ولیدل.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса