ټرمپ وايي د جګړې د پای ته رسولو لپاره ایراني لوري سره په خبرو لګیا یو; ایراني چارواکي وايی خبرې نه دي شوي
په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي واشنګتن د جګړې د پای ته رسولو لپاره ایران کې “مناسبو کسانو سره” په خبرو لګیا دی، تهران پر اسرائیل او کویټ بریدونه کړي اوامریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ښايي زرګونه نورامریکايي سرتېري سیمې ته واستول شي.
بلخوا نیویارک ټایمز او د اسراییل چینل ۱۲ راپور ورکړی چې امریکا ایران ته د سولې یو ۱۵ ماده ایز پلان استولی دی.
نیویارک ټایمز او چینل ۱۲ د اخبره دداسې چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي ښودل شوي کړې او سپېنې ماڼۍ یا تهران تراوسه په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.
ټرمپ له خپلو پرونیو څرګندونو یوه ورځ مخکې ویلي وو چې ایراني اړخ سره “ډېرې ښې او ګټورې” خبرې شوې دي، خو لوړپوړو ایراني چارواکو دا خبره رد کړې چې ګواکې تهران به له واشنګټن سره خبرې کړي وي.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ سپینې ماڼۍ کې وویل: “موږ په حقیقت کې له مناسبو کسانو سره خبرې کوو او هغوی زښت لیواله دي چې تړون وکړي ـ تاسو یې تصور هم نشئ کولی چې څومره لیواله دي.”
هغه زیاته کړه: “موږ اوس مهال په خبرو بوخت یو.”
د دوو ورځو په ترڅ کې دا دویم ځل دی چې ټرمپ وايي ایران منلې چې هېڅکله به اټومي وسله ونه لري. د ایران اټومي پروګرام، چې تهران یې سولهییز بولي، د امریکا ، اسراییلو او ایران ترمینځ د اوسنۍ وسله والې شخړې اصلي موضوع ده.
بلخوا دایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف او نورو چارواکو ویلي چې امریکايي اړخ سره مذاکرات نه دي شوي خو امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې دداوړو لورو ترمینځ د مینځګړو له لارې لږترلږه ابتدايي تماسونه نیول شوي دي.
ایران پرون په اسرائیلو او کویت نوي بریدونه وکړل.اسرائیلي چارواکو وویل ددغو بریدونو له امله په تل ابیب کې لږ ترلږه ۶ کسه ټپیان شول.
کویت وویل چې دافع هوا سیستم یې د توغندیو او ډرون برید ته ورغبرګ شو او د چاودنو غږ په هوا کې د ډرون او توغندیو د مخنیوي څخه رامینځ شوی.
