Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26
27
28
29
30
31

افغان سوداګر؛ مالونه مو د ایران د جګړې له کبله د متحده عربي اماراتو په بندرونو کې بند پاتي دي

0

په کراچۍ بندر کې له څو میاشتو ځنډ وروسته متحده عربي اماراتو ته د افغان سوداګرو انتقال شوي مالونه اوس د هغه هیواد جبل علي بندر کې بند پاتې دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي دا کانتینرونه چې شمېر یې له شپږو زرو زیات دی په منځني ختیځ کې د روان تاوتریخوالي له امله له تېرو شاوخوا شل ورځو راهیسي درول شوي دي.

د دې خونې یوه مسول خان جان الکوزي چهارشنبه د حمل ۵مه ازادي راډيو ته وویل،"متحده عربي امارات اجازه نه ورکوي چې دغه مالونه ایران ته ولېږدول شي، او هلته هره ورځ په یو کانتینر له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ډالره لګښت راځي، هڅه کوو چې اجازه ترلاسه شي څو دا توکي د ایران بندر عباس بندر ته انتقال شي، ځکه ډېری یې خوراکي مواد او درمل دي چې یا خرابېږي یا یې نېټه تېریږي، همدارنګه، هغه بېړۍ چې نوي بارونه انتقالوي، د امنیتي اندېښنو له امله له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ ډالرو پورې اضافي فیس اخلي".

نوموړي وویل چې افغان سوداګرو لا له وړاندې له کراچۍ بندره د دغه مالونو په انتقال زرګونه ډالره اضافي لګښت کړی دی.

په همدې حال کې، یو شمېر سوداګر چې مالونه یې په جبل علي بندر کې بند پاتې دي، وایي، درانه زیانونه یې لیدلي دي.

حفیظ اتمانزی چې شاوخوا ۲۴ کانتینره غوړي او بوره یې له ۲۵ ورځو راهیسې په دې بندر کې بند پاتې دي، ازادي راډیو ته وویل، "بېړۍ د هرمز له تنګي نه تېرېږي؛ اصلي ستونزه همدا ده، هره ورځ پر هر کانتینر له ۱۰۰ ډالرو زیات لګښت راځي، سوداګرو په پاکستان کې ډېر تکلیف ولید، لږ تر لږه دلته دې نور نه ځورېږي، مالونه یې له منځه ځي او ډېر درانه تاوانونه ورته اوړي."

بل سوداګر، مشتاق احمد، چې شپږ کانتینره غوړي یې له شلو ورځو راهیسې په جبل علي بندر کې بند پاتې دي، وایي،

"زموږ غوښتنه دا ده چې طالب چارواکي دې متحده عربي اماراتو سره اړیکه ونیسي،څو زموږ مالونه افغانستان ته ولېږدول شي،هره لاره چې ممکنه وي، که د بندر عباس له لارې وي یا بله لاره، په دې سره به په افغانستان کې د توکو د کموالي ستونزه هم کمه شي، ځکه بیې لوړې شوې دي او د توکو په رسېدو سره به راټیټې شي."

په منځني ختیځ کې وضعیت وروسته تر هغې کړکیچن شو چې د تېرې فبرورۍ په ۲۸ مه اسراییلو او امریکا په ایران برید وکړو.

تر دې مخکې هم د افغان سوداګرو کانتینرونه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ او د ترانزیتي لارو د بندېدو له امله، د تېر کال د اکتوبر له ۲۵مې راهیسې د میاشتو لپاره په پاکستان کې بند پاتې وو.

د روان کال د جنورۍ په ۱۲مه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په امر د کراچۍ او ګوادر بندرونو څخه د ځینو کانتینرونو د بیا صادراتو اجازه ورکړل شوه، خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د وینا له مخې ۱۰ سلنه افغانستان ته رسېدلي، ۲۰ سلنه لا هم په کراچۍ او شاوخوا ۷۰ سلنه په جبل علي بندر کې بند پاتې دي.

که څه هم د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان او پاکستان د تېر کال د اکتوبر له نښتو وروسته، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب پر اوربند سلا کړې وه خو د فبرورۍ په ۲۱ په ننګرهار او پکتیکا د پاکستان له هوايي او د فبرورۍ په ۲۶مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر سختو نښتو وروسته چې لا هم روانې دي دا اوربند مات شو.

په دې نښتو کې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله رسېدلې او سوداګرو هم درانه زیانونه کړي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса