د یوې سروې موندنې ښي چې په نړۍ کې استبدادي رژیمونه په زیاتیدو او ډیموکراسي په کمزورې کیدو ده
د جرمني د برټلسمن (Bertelsmann) بنسټ د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې استبدادي رژیمونه په نړۍ کې په زياتېدو دي او ډيموکراسي ورځ تربلې ترفشارلاندې ده.
دې بنسټ د ۲۰۲۶ کال د بدلون په شاخص کې چې نتیجه یې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶ خپره شوې، د ۱۳۷ هېوادونو وضعیت څیړلی او موندنې یې ښیي چې په اوس وخت کې ۵۶ سلنه هېوادونه د استبدادي رژیمونو له خوا اداره کیږي چې دا د شاوخوا دوه لسيزو مخکې حالت پرتله چې ډيموکراسۍ اکثريت درلود، یو په شاتګ څرګندوي.
د دغې څیړنې له مخې د قانون واکمني، سياسي ازادۍ او عادلانه سيالي په تدريجي ډول کمزورې شوي او دا بهیرد اندېښنې وړ ګڼل شوی.
د ۷۷ پيژندل شويو استبدادي رژیمونو، شاوخوا يوه برخه یې معتدل او دوه پر درېمه برخه یې “سخت استبدادي” بلل شوې چيرې چې بنسټيز حقونه په پراخه کچه له پامه غورځول شوي دي. په دې هېوادونوکې افغانستان، روسيه، چين، ايران او شمالي کوريا هم شامل دي.
دغه شاخص چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ، حکومتولۍ او د آزاد بازار د اقتصادونود کیفیت د ارزونې په اړه د شاوخوا ۳۰۰ کارپوهانو د نظرونو پراساس چمتوشوی، د ۲۰۲۳ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال ترجنوري پورې دوه کلنه دوره رانغاړي.
په دې شاخص کې پرمختللې صنعتي ډيموکراسۍ لکه جرمني، فرانسه، بریتانيا، جاپان او کاناډا شامل نه دي خو د امريکا په متحده ايالاتو کې د ډيموکراسۍ د کمزورې کیدو د نښو یادونه شوې ده.
