متحدو ایالتونو او اسراییل تایید کړه چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د بحري ځواک قومندان یې وژلی دی
متحده ایالاتو د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د بحري ځواک د قوماندان، علي رضا تنګسيري، د وژل کېدو پخلی وکړ.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د پنجشنبې په ورځ په اېکس شبکه کې اعلان وکړ چې تنګسيري د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوی دی.
تر دې څو ساعته مخکې، د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی و چې تنګسيري د دې هېواد د پوځ په برید کې وژل شوی دی.
کاتز تنګسيري «د ماین اېښودنې عملیاتو او د هرمز تنګي د تړلو د هڅو مستقیم مسؤل» وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې هېواد پوځ به د سپاه پاسداران نور لوړپوړي غړي هم هدف وګرځوي.
د ازادي راډیو د فرداڅانګې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی، خو که تهران یې تایید کړي، د علي رضا تنګسيري نوم به د هغو لسګونو لوړپوړو چارواکو او قوماندانانو په لړ کې شامل شي چې د ایران په وړاندې جګړه کې د امریکا او اسرائیل د بریدونو پر مهال وژل شوي دي.
