سپاه پاسداران وايي، پر اسراییل او امریکايي اډو یې د توغندو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي
د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسراییل او په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو پر ضد یې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو ۸۳مه څپه بشپړه کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسراییل د اشدود بندر د تېلو زېرمې او د دې هېواد د مدعین ښارګوټي یو پوځي مرکز په نخښه شوي دي، همداراز په سعودي عربستان، کویت او د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو څو اډې هم ویشتل شوي دي.
سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دې بریدونو کې یې د بېلابېلو ډولونو توغندي کارولي، چې پکې د جامدو او مایعو سونتوکو لرونکي توغندي، او همداشان ډول ډول بېپیلوټه الوتکې شاملې دي.
د ایران د دې ادعا په اړه اسراییل او د سیمې هیوادونو څه نه دي ویلي.
