اسراییل نن پر ایران تازه بریدونه کړي، ایران هم اسراییل، سعودي او اماراتو کې زیانونه پیښ کړي
پر ایران نن سهار او تېره شپه هوایي بریدونو دوام درلود.د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا لیکلي چې سهار مهال تهران او دغه راز کرج، اصفهان او اراک ښارونه د درنو بمباریو شاهدان وو.دغه بریدونه تر ډیره پر صنعتي تاسیساتو او کارخونو باندې شوې دي.ایران هم تېره شپه او پرون پر اسراییل او منځني ختیځ کې پر امریکایي اهدافونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.یوه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په امیر سلطان پوځي اډه کې د ۱۲ امریکایي سرتیرو د ټپي کېدو خبر ورکړ.د اسراییل په تل ابیب کې د یو تن د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې هم دوه ځایه اورلګېدنه شوې چې لامل یې د ایران توغندیز بریدونه بلل شوي دي.
