Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2026

پر کونړ د پاکستان په تازه توپچي بریدونو کې خلکو ته اوښتې مرګ ژوبله

0

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو او تاوتریخوالي په دوام تازه یکشنبه د حمل ۹مه ناوخته د ختیځ ولایت کونړ په مرکز اسعد اباد او ناړۍ د پاکستاني ځواکونو له لوري دتوپچي او راکټي حملو خبر ورکول شوی دی.

که څه هم د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په دې بریدونو کې د لومړنیو ارقامو له مخې د یو کس د وژل کېدو او ۱۶ نورو ټپي کېدل تایید کړي خو په اسعد اباد کې یوې روغتیايي او یو بلې طالب سرچیني دوشنبه د حمل ۱۰مه د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسعد اباد ښار په کړه مار او دم کلي او دغه راز په ناړۍ ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو د توپونو په بریدونو کې درې ولسي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي او یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.

د کونړ د ولایتي روغتون مشر قاري مظفر مخلص سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې یو شمېر عاجل ټپیان یې د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي او نور د اسعد اباد په دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

په همدې حال کې په اسعد اباد ښار کې و شمېر زیانمن شوي کسان وايي یکشنبه د حمل ۹مه مازدیګر ناوخته لسګونه توغندي د دوی په کورونو ولګېدل چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د صهیب په نوم په دې پېښه کې یو ټپي شوی ۱۳ کلن ماشوم چې دا مهال د اسعد اباد په ولایتي روغتون کې بستر دی ازادي راډيو ته وویل: « زه د خپل کور خواته ولاړ وم، چې توغندي راغلل، او زموږ په کور ولګېدل، زه، پلار مې یو مې ورور او یوه مې خور په کې ټپیان شو او بیا یې دلته شفاخانې ته راوړو.»

د ممتاز په نوم د اسعد اباد ښار د کړه مار اوسېدونکی چې په دې پېښه کې یې یو وراره ټپي شوی دوشنبه د حمل ۱۰مه ازادي راډيو ته وویل: « دا خو ډېر زیات توغندي راغلل، په کړه مار کې ولګېدل، او ډېر خلک یې له امله ټپیان شول، زما دا وراره د مازدیګر لمانځه ته تللی وو چې بېرته راتلو توغندي راغلل او دا په کې ټپي شو، اوس دلته په صحت عامه کې بستر دی، ډېر نور کسان هم ټپیان شوي دي او مرمۍ ټولې د ملکي خلکو په کورونو ولګېدې.»

دا په تېرو نږدې پنځه ورځو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د هاوانونو او توپونو پرله پیسې څلورم برید دی چې په اسعد اباد ښار کې له ملکیانو قرباني اخلي.

د کونړ اوسېدونکي وايی چې له کوچني اختر راپه دیخوا د دې ولایت په بیلابیلو ولسوالیو او مرکز اسعد اباد د پاکستان توغندیز بریدونه زیات شوي چې له امله یې ګڼ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي دي.

په همدې حال کې د کونړ پوهنې ریاست مسولینو طالبانو ته نږدې رسنۍ حریت ته ویلي چې په ناړۍ ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د توغندیو په برید کې یو ښوونځی هم زیانمن شوی دی.

له دې وړاندې په دانګام کې هم یو ښوونځي په دې نښته کې زیانمن شوی وو

د تېرې فبرورۍ په ۲۶ مه پیل شوې دغه نښتې او هوايي حملې چې په وقفه یې ډول روانې دي د بیلابیلو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې له امله له سل زره ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

دغه راز په دې بریدونو او نښتو کې د پراخه ملکي مرګ ژوبلې راپورونه هم خپاره شوي چې په د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو اندېښنې یې زیاتې کړي دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان په ځمکنیو او هوايي حملو کې د سلګونه ولسي وګړو وژنه تاييد کړې خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي د مارچ تر ۱۶ مې د پاکستان د حملو له امله د ۷۶ ولسي وګړو وژنه او ۲۱۳ نورو ټپي کېدل ثبت کړي خو ویلي یې دي چې په دې کې په کابل کې د روږدو د درملنې په یو مرکز د حملې د قربانیانو شمېر نه دی شامل، هغه حمله چې د طالبانو د ادعا له مخې ۴۰۸ روږدي په کې ووژل شول او ۲۶۵ نور ټپیان شول.

په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې سې شنبه د حمل ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د روغې جوړې او ترینګلتیا د پای ته رسولو په په هدف د سولې جرګه جوړه شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي افغان – پاک سولې جرګې په نوم دغه جوړېدونکې جرګه چې د اسپایر خیبر پښتونخوا څېړنيز مرکز له لوري رابلل شوې په کې سیاسي او قومي مشران، ټولنیز فعالان، د مدني ټولنې استازي، سوداګر او په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو استازي برخه لري.

په راپور کې جرګې د جوړونکو له قوله ویل شوي چې د روانې ترینلګتیا له امله تر ټولو زیات زیان د دواړو خواوو ولسي وګړي پرې کوي، نو له همدې امله اړینه ده چې د دواړو هېوادونو د ولسونو لپاره د تل پاتې سولې باوري کولو په موخه په سم لاسي توګه ګامونه واخیستل شي.

خو پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د دې جرګې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса