Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30

پانامې هغه ایرانی تعبه امریکا ته سپارلی چې د چین له لارې ایران ته د توکو په صادارتو تورن دی

0

پانامې هغه ایرانی تعبه امریکا ته سپارلی چې د چین له لارې ایران ته د توکو په صادارتو تورن دی.د امریکا عدلیې وزارت ویلي، دغه ایرانی تبعه چې رضا دیندار نومیږي، پانامې تیره اونۍ امریکا ته وسپاره.د قضايي چارواکو په خبره، ۴۴کلن دیندار د دوشنبې په ورځ د سیاټل په محکمه کې حاضر شوی دی.دیندار د هغې شبکې په چلولو تورن دی چې له متحده ایالاتو څخه یې توکي اخیستل او د چین له لارې یې ایران ته لیږدول.د واشنګټن د لویدیځې سیمې د څارنوالۍ دفتر ویلي، رضا دیندار ایران ته د ۹۷زرو او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د توکو په چاقاق، د پیسو په مېنځلو، د صادراتو لپاره د جعلي اسنادو د جوړولو په ګډون په نهوو قضیو کې تورن دی.د څارنوالۍ په ټکو، که هغه محکوم شي نو شل کلن بند به تیروي.امریکايي چارواکي وايي، د رضا دغه اقدامات پر ایران د امریکا له خوا د لګول شویو بندیزونو څخه سرغړونه ده.امریکا په ۱۹۹۰کال کې ایران ته د توکو، ټکنالوژۍ او خدمتونو پر مستقیم او غیرمستقیم صادراتو بندیز ولګوه چې په ۲۰۰۱ کال کې نافذ شو.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса