Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30

Новости за 21.04.2026

پانامې هغه ایرانی تعبه امریکا ته سپارلی چې د چین له لارې ایران ته د توکو په صادارتو تورن دی

Pa.azadiradio.com 

پانامې هغه ایرانی تعبه امریکا ته سپارلی چې د چین له لارې ایران ته د توکو په صادارتو تورن دی. د امریکا عدلیې وزارت ویلي، دغه ایرانی تبعه چې رضا دیندار نومیږي، پانامې تیره اونۍ امریکا ته وسپاره. د قضايي چارواکو په خبره، ۴۴کلن دیندار د دوشنبې په ورځ د سیاټل په محکمه کې حاضر شوی دی. دیندار د هغې شبکې په چلولو تورن دی چې له متحده ایالاتو څخه یې توکي اخیستل او د چین له لارې یې ایران ته لیږدول. د واشنګټن د لویدیځې سیمې د څارنوالۍ دفتر ویلي، رضا دیندار ایران ته د ۹۷زرو او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت د توکو په چاقاق،... Читать дальше...

ایران؛ له امریکا سره په خبرواترو کې د ګډون په اړه پریکړه شوې نه ده

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي،"ایران په پاکستان کې له امریکا سره په خبرواترو کې د ګډون یا نه ګډون په اړه لا وروستۍ پریکړه نه ده کړې ". د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، اسماعیل بقايي د سه شنبې په ورځ د (غويي په لومړۍ نیټه) وویل،"علت یې دا نه دی چې موږ پریکړه نه ده کړې، بلکې علت د امریکا په پیغامونو کې تناقض، ضد او نقض کړنې او د ایران لپاره د امریکا د نه منلو اقدامات دي". ایران له دې مخکې د خبرواترو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره د "سمندري محاصرې پایته رسیدو" شرط اېښی و. د امریکا سمندري ځواکونو... Читать дальше...

په کابل کې د دودیزې غیږې نیونې فیستوال پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د المپیک، بدنې روزنې او ورزش کمېټې اعلان کړی چې د کورش، سامبو او د دودیزې غیږې نیونې فیستوال به د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۳مه) په کابل کې پیل شي. د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغې کمېټې د مشر احمدالله وثیق په حواله لیکلي،"په دغه فیستوال کې به د افغانستان په ګډون له ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې څخه ۱۶۰ لوبغاړي برخه واخلي". دغه فیستوال به د غويي تر پنځمې دوام وکړي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو نژدې پنځو کلونو کې ښځې له هر... Читать дальше...

نن چهارشنبې په ۲۹ولایتونو کې د شدید باران او سیلابونو اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د چهارشنبې په ورځ د (غويي۲مه) د افغانستان په ۲۹ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او له کبله یې د سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی. دغه ریاست د سه شنبې په ورځ پر خپلې ویب پاڼې په هرات، فراه، ارزګان، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، کابل، غزنی، بادغیس، دایکندی، بامیان، میدان‌وردک، پکتیا، خوست، لوګر، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د شدیدو بارانونو اتګل کړی. په دغو... Читать дальше...

د خوړو نړیوال پروګرام؛ د نورستان کامدیش او برګمټال ولسوالیو ته بشري مرستې رسیدلي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د نورستان ولایت په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې ۱۳۶زره کسانو ته د اړینو خوارکي او طبي توکو د مرستې چارې پیل کړي دي. دې پروګرام د سه شنبې په ورځ د (غويي په لومړی نیټه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،"دغه مرستې هغو کورنیو ته چې له مودې راهیسې د ژوند ژغورنې له مرستو بې برخې وې یوه نوې هیله ده". د ډبلیو ایف پي په ټکو، دغه بشري مرستې د صلیب نړیوالې کمېتې او افغان سرې میاشتې سره په ګډه په اړمنو خلکو ویشي. له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د سه شنبې په ورځ وویل،"څه باندې... Читать дальше...

د راستنو شویو لویه برخه ماشومان دي

Pa.azadiradio.com 

له پاکستان او ایران د راستنو شویو افغان کډوالو لویه برخه ماشومان جوړوي. لږ تر لږه ۵۷ فیصده راستانه شوي ماشومان دي. اکثر ماشومان چې د لومړي وار لپاره خپل وطن ته راستنیږي هغه ځای چې واردمخه له ګڼو اقتصادي او سیاسي ستونزو او فشارونو سره مخ دی. نور په دې عکسونو کې لیدلی او لوستلی شئ

په افغانستان کې له انټرنټه شکایت

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې یو شمېر خلک وايي نه یوازې دا چې د انټرنیټ بې لوړې دي بلکې ډېری وخت د مخابراتي شرکتونو له لوري اعلان شوې انټرنیټي کڅوړې هم په هغه اندازه انټرنیټ نه ورکوي په کومه اندازه چې ژمنه ورسره کوي.



د طالبانو پلاوی بروکسل ته ځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې اروپایي ټولنه په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د هغو افغان کډوالو د برخلیک په تړاو خبرې وکړي چې یوشمیر اروپایي هیوادونه یې له اروپا څخه د ایستلو نیت لري.

ټرمپ: تهران له اوربنده سرغړونه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر نن سې شنبه ایران تورن کړ چې بیا بیا یې له اوربنده سرغړونه کړې ده. ډونالډ ټرمپ دا خبره په تروت سوشل کې خپره کړې ده. ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې دا خبره کړې ده چې د واشنګتن او تهران ترمنځ د دوو اونیو د اوربند پای ته رسیدو ته تر څلرویشت ساعتونو لږ وخت پاتې دی او لاهم د ایران او امریکا تر منځ په اسلام اباد کې د روغې جوړې د بل پړاو د خبرو برخلیک څرګند نه دی.

ملګري ملتونه : افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو ډېره برخه ماشومان جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ یو نوی راپور ښيي چې افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو ډېره برخه ماشومان جوړوي. راپور کې راغلي چې د روان کال د اپریل له ۱۲ مې تر ۱۸ مې نېټې افغانستان ته په ستنو شویو کډوالو کې ۸۲ سلنه یې ماشومان او ښځې دي په ځانګړي ډول هغه میرمنې چې د کورنیو سرپرستي ور په غاړه ده.

د افغان طالبانو پلاوی بروکسل ته ځي

Pa.azadiradio.com 

یوشمیر دیپلوماتیکو سرچینو فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې اروپایي اتحادیه د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له هیوادو د یوشمیر افغان کډوالو د ایستلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي. یوې دیپلوماتیکي سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تخنیکي ټیم به په راتلونکو اونیو کې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له غړیو سره به د الوتنو، د کابل په هوایي ډګر کې د ظرفیت د امکاناتو ، همداراز پر دې خبرې وکړي چې له دې ستنول شویو کډوالو سره به څه کیږي. د اروپایي ټولنې د اووه ویشت... Читать дальше...

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د افغانستان په اوو ولایتونو کې د باران وریدو اټکل کړی دی. د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به نن په فاریاب، بادغیس، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې باران ووریږي. د هوا پیژندني ریاست په خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې په دغو ولایتونو کې به د باران کچه له لسو تر شل ملي متره پورې وي. ملګرو ملتو د اونۍ په پيل کې په یوه بیان کې ویلي و چې د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې د وروستیو څو اونیو ورښتونو او سیلونو له درې اویا زره څخه ډیر کسان اغیزمن کړې دي. Читать дальше...

ښایي امریکایي پلاوی نن له ایران سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا درې سرچینو اکسیوس خبرې ویبپاڼې ته ویلي چې تمه ده نن سهار د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس اسلام اباد ته روان شي او هلته له ایران سره د یوې احتمالي روغې جوړې په تړاو خبرې وکړي. د راپور له مخې د ولسمشر ټرمپ استازی ستیف ویتکوف او جراد کوشنر به هم د پاکستان پلازمینې ته ولاړ شي. پاکستان ته له ایراني لورې سره د خبرو لپاره د امریکا د پلاوي د سفر راپورونه په داسې وخت کې خپریږي چې له ایران سره د امریکا د دوو اونیو اوربند په ختمیدو دی. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی دی، که کومه موافقه ونه شي نو د ایران... Читать дальше...

جاپان نورو هیوادو ته د وسلو صادرات پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د جاپان حکومت له نړیوالې دوهمې جګړې راوروسته د وسلو د صادراتو په بندیزونو کې نرمښت راوست. د کیودو خبرې اژانس نن سه شنبه( د اپریل ۴ مه) خبر ورکړ چې د کابینې او ملي امنیت شورا له پریکړې وروسته اوس جاپان کولی شي چې پر هغو هیوادونو وسلې وپلوري چې له هغوی سره دفاعي تړونونه لري. د نوې پریکړې له مخې په استثنایي مواردو کې هغو سیمو ته هم جاپان وسلې صادرولی شي چې هلته شخړې وي. د وسلو د صادراتو په محدودیتونو کې نرمښت ته د جاپان د کورني دفاعي صنعت د پراختیا د یوې هڅې په سترګه کتل کیږي. جاپاني شرکتونو تر اوسه... Читать дальше...

د لبنان او اسراییلو استازي دامریکا په منځګړیتوب بیا خبرو ته سره کیني

Pa.azadiradio.com 

دامریکا متحدو ایالاتو تایید کړه چې دلبنان او اسراییلواستازي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یوځل بیا خبرو ته سره کیني. رویترز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله رپوټ ورکړ چې واشنګټن کې د لبنان او اسراییلو سفیران د خپلو هیوادونو په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې سره ګوري. دمتحدوایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ددغو خبرو د لومړي پړاو کوربه وو چې له لسیزو وروسته تیره اونۍ د لومړي ځل لپاره په مخاخ توګه وشوې. د بهرنیو چارو دوزارت ویاند رویترز خبري اژانس ته ویلي :«مونږ ددواړو... Читать дальше...

اسلام اباد کې دامریکا او ایران د بل پړاو خبرو امکان لا ناڅرګند دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او ایران ترمنځ اسلام اباد کې د بل پړاو مخامخ خبرو امکان د اوربند تر پایته رسیدلو دوه ورځې مخکې لا هم څرګند نه دی. ولسمشر ټرمپ وايي امریکايي پلاوی د اسلام اباد په لور خوځیدلی خو ایراني چارواکي وايی اوسمهال دخبرو لپاره پلان نلري.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса