Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30

ایران؛ له امریکا سره په خبرواترو کې د ګډون په اړه پریکړه شوې نه ده

0

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي،"ایران په پاکستان کې له امریکا سره په خبرواترو کې د ګډون یا نه ګډون په اړه لا وروستۍ پریکړه نه ده کړې ".د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، اسماعیل بقايي د سه شنبې په ورځ د (غويي په لومړۍ نیټه) وویل،"علت یې دا نه دی چې موږ پریکړه نه ده کړې، بلکې علت د امریکا په پیغامونو کې تناقض، ضد او نقض کړنې او د ایران لپاره د امریکا د نه منلو اقدامات دي".ایران له دې مخکې د خبرواترو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره د "سمندري محاصرې پایته رسیدو" شرط اېښی و.د امریکا سمندري ځواکونو دغه محاصره د حمل میاشتې له ۲۲مې راهیسې د ایران پر تیلو د صادارتو د بندولو په موخه پیل کړې ده.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله مند دی چې له ایران سره "جوړجاړي" ته ورسیږي.د ټرمپ په ټکو، که جوړجاړی ونشي د امریکا پوځ چمتو دی چې اقدام وکړي.بل پلو، د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ خبرو اترو ته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي.د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله ټاړر ویلي،" اسلام اباد د ایران له لورې په خبرواترو کې د ګډون په موخه د رسمي ځواب په تمه دی".هغه د سه شنبې په ماښام پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،" پاکستان د یوه منځګړي په توګه له ایرانیانو سره په اړیکه کې دی او د ډپیلوماسۍ او خبرو اترو لپاره لارې چارې لټوي".د هغه په ټکو، "د دوه اونیز اوربند له پایته رسیدو مخکې د سولې په خبرو اترو کې د ایران د ګډون پریکړه ډیره مهمه ده".ولسمشر ټرمپ د خیتځې امریکا چهارشنبې ماښام د اوربند د پایته رسیدو وخت ټاکلی دی.هغه پرون سه شنبې وویل چې امریکا له ایران سره د اوربند د غځولو اراده نه لري.واشنګټن بیا په پاکستان کې له ایران سره د خبرواترو د دویم پړاو د ترسره کیدو په اړه ډاډ ورکړی دی.بل پلو، ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ پر خپلې سوشل پاڼې ټروټ کې په یو پیغام کې ایران د اوربند په نقض تورن کړ.د هغه په ټکو، "ایران په ځلونو اوربند نقض کړی دی".په عین حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول له ایرانه غوښتي چې له امریکا سره خبرواترو ته کېني.هغه په لوکزامبورګ کې د اورپايي ټولنې له نورو وزیروانو سره په کتنه کې وویل،" ایران دې د واشنګټن سره دخبرو اترو په دویم پړاو کې ګډون وکړي".د جرمني دغه لوړپوړي چارواکي د ایران له خوا د هرمز تنګي پر تړلو هم نیوکه وکړه.هغه وویل،"موږ غواړو هرمز تنګی له ځنډ پرته د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاص شي".




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса